د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د جون په ۱۲مه نيټه د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د ۱۲مې دورې سوداګريز فورم د چين په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو. دغه فورم خبر ورکړ: د چين او د جنوبي اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت په وروستيو ۱۰ کلونو کې يو برابر.
زيات شوی چې له ۱۱۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د جنوبي اسيا هغه هېوادونه چې اقتصادي پرمختګ يې چټک دی، د مخ په زياتېدونکو چيني تصديو پاملرنه راجلبوي.
له وروستيو څو کلونو راهيسې چين او د جنوبي اسيا هېوادونو د سوداګرۍ، پانګونې، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او خدمتي چارو په شمول مختلفو ساحو کې خپلمنځي همکاريو ته ستر پرمختګ ورکړی دی. په ۲۰۱۶ کال کې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زياتې پانګونې کړې چې زياتره يې د جنوبي اسيا په هېوادونو کې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |