CRI Online

اذربايجان له ترکيې سره يو ځای پوځي مانور تر سر کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 11:31:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اذربايجان او ترکيې د جون له ۱۲ مې نېټې څخه د اذربايجان په لوېديځ ناخچون کې پنځه ورځنی پوځي مانور تر سر کړ.

د اذربايجان دفاع وزارت په همدې ورځ اعلاميه خپره کړه چې، دغه مانور د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي همکارۍ تفاهمليک يوه برخه ده او غرض ترې دا دی چې د دواړو هېوادونو پوځي سختې وظيفې وارزول شي او د همکارۍ توان يې پور ته شي.

په ۱۹۹۲ کال کې اذربايجان له ترکيې سره د دفاع په برخه کې د پوځي همکارۍ تړون لاسليک کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای