CRI Online

چين به له منظره لرونکو ځايونو سره په تړاو لرونکو سيمو کې د سلانيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 15:11:41

سيلانيزې زمانې ته د چيني ملکيانو تر داخليدو وروسته د سيلانۍ اداري څانګې د منظره لرونکو ځايونو سيلانيز موډل له دغو ځايونو سره د تړاو لرونکو سيمو پر سيلانيز موډل بدل کړی تر څو سيلانيز کيفيت او ګټې لوړې شي.په دې وروستيو ورځو کې د چين د سيلانۍ ادارې د يو سند په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې د دغو نمونوي سلانيزو سيمو جوړونه معياري شي.

د روان کال د دوان وو په نوم د اختر د رخصتۍ په موده کې د چين د هه بۍ ولايت د هان دان ښار شه ولسوالۍ ته د تلونکو شمېر زيات شوی او هلته په کوچنيو ښارګوټيو،پلونو،د لندو ځمکو باغونو او داسې منظره لرونکو ځايونو کې ګڼې ګوڼې ليدل کېدلې.يوه سيلاني وويل(اواز..........) د دوان وو د اختر د رخصتۍ په موده کې له خپلې کورنۍ له غړو سره سفر کوم او دلته دومره ډېر منظره لرونکي ځايونه شته دي .

د يوې نمونوي سيلانيزې ولسوالۍ په توګه د شه ولسوالۍ حکومت په دې وروستيو کلونو کې د سيلانيز پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يي چې له امله يې لازيات سيلانيان راجلب کړي او ځايي وګړو کليوالې سيلانۍ ته پرمختګ ور کړی دی.بزګر جيا ژونګ می خبريال ته وويل چې د کليوالو سيلانۍ ته د پرمختګ تر ور کولو وروسته يې کاروبار ډېر ښه شوی دی. هغې وويل (اواز..........) هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه د شپې تر يوولسو بجو پورې بوخته يم . د سيلانيانو شمېر ډېر دی.

له منظره لرونکو ځايونو سره تړاو لرونکو سيمو ته سفر معنی دا ده چې ټاکلي سيمه د سيلانۍ هدف دی او پکې د سيلانيزو چارو په اتکا سره نورو چارو ته پرمختګ هم ور کيږي تر څو د خلکو د سيلانۍ مصرفي اړتياوې پوره شي.د پلان له مخې به تر ٢٠٢٠ کاله پورې د چين حکومت په ټول هېواد کې شاو خوا پنځه سوه همداسې نمونې سيلانۍ سيمې جوړې کړي.

د دې نمونوي ابادۍ ته د لارښوونې ور کولو لپاره د چين د سيلانۍ ادارې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه يو سند خپور کړ .د دې ادارې د ماليې څانګې مشر جانګ جي لين وويل (اواز.........)دغه نمونې بايد له اړوندو اصولو سره سم جوړې شي او پکې به اړوند اداري ميکانيزم او د دغو نمونو له ليست د ايستلو ميکانيزم هم پلی شي.

په دې سند کې راغلي چې له منظره لرونکو ځايونو سره د تړاو لرونکو سيمو سيلانيز پرمختګ مفکوره بايد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې زياته شي تر څو د سيلانۍ پلانيز سيستم بشپړ،د سيلانۍ پلانونو اداره پياوړې او په دغو سيمو کې سيلانيز پلان په هر اړخيزه توګه پلی شي.په دې سند کې په دغو سيمو کې د سيلانيزو تاسيساتو د جوړېدو مهم ټکي ټاکل شوي دي.ښاغلي جانګ وويل (اواز............)موږ به په عمده توګه په دغو سيلانيزو سيمو کې د تشنابونو د جوړولو،د ټرانسپورټي شبکې د ابادولو،د سيلانيزو خدمتونو سيستم د بشپړولو،د سيلانيزو نښو د لارښوونې سيستم د معياري کېدو،د سيلانيزو موټرونو د درېدو ځايونو د جوړولو او د ښه سيلانيز چاپيريال د برابرولو لپاره هڅه وکړو.

د دې سند له مخې په دغو سيمو کې به د سيلانيزو چارو د پرمختګ له لارې د ښاري او صنعتي کېدو،سوداګرۍ،کرنې،د ځنګلونو چارو، د اوبو لګولو او نورو چارو ته پرمختګ ور کړی شي تر څو سلانيز محتويات زيات شي.سربېره پردې اړوندې څانګې بايد سلانيزه څارنه پياوړې کړي او د سيلانيانو حقه حقونه دې تأمين کړي.

د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠١٦ کال کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر څلور مليارډه او څلور سوه څلوېښت مليونو ته رسيدلی چې دغه شمېر به په ٢٠٢٠ کال کې شپږ مليارډه اووه سوه مليونو ته ورسيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای