CRI Online

د پاناما ولسمشر له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 14:35:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاناما ولسمشر جوان کارلوس واريله پر ځايي وخت د جون په ۱۲مه نيټه يوه ټلويزيوني وينا وکړه چې پکې يې د پاناما او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو اعلان وکړ.

هغه څرګنده کړه: زه ټول هېواد او نړۍ ته اعلان کوم چې نن د پاناما جمهوريت د چين د خلکو له جمهوريت سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګوي. ټينګ باور لرم چې دا زموږ د هېواد لپاره سمه لاره وي.

نوموړي زياته کړه چې د پاناما د ولسمشر مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلی ايسبېل ده سېنت مالو اوس په چين کې د دغه هېواد له خارجه وزير ښاغلي وانګ يي سره د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګولو په اړه په مشخصو کارونو بوخت دی. د دې تر څنګ ولسمشر واريله خپلې کابينې او اړوندې کاري ډلې ته امر ورکړ چې له چين سره د سيلانۍ، سوداګرۍ، کډوالو، کرنې او سمندري چارو په اړه سلامشوره وکړي څو چې اړوند تړونونه لاسليک کړي.

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند ما شياو ګوانګ په ۱۳مه نيټه څرګنده کړه چې په نړۍ کې يوازې يو چين موجود دی. د يو چين پر اصولو ټينګښت د نړيوالې ټولنې يوه موافقه ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای