CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او پاناما تر منځ د دپلوماتيکو اړيکو د جوړيدو په هکله خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 15:24:33

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۳مه نېټه په بيجينګ کې د پاناما د ولسمشر مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ايسابيل دي سانت مالو دي الوارادو سره خبرې وکړې او له خبرو اترو وروسته يې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.

وانګ يي وويل چې ما تازه له ښاغلي سانت مالو سره د چين ولسي جمهوريت او د پاناما ولسي جمهوريت تر منځ د دپلوماتيکو اړيکو د جوړيدو ګډه اعلاميه لاسليک کړه. په اعلاميه کې راغلي چې پاناما دا باور لري چې په نړۍ کې يوازي يو چين شته، د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چين يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان د چين نه جلا کيدونکې برخه ده. د پاناما حکومت په همدې ورځ له تايوان سره د تش په نامه دپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او ژمنه يې وکړه چې له تايوان سره به هيڅ رسمي اړيکې ونه لري او هيڅ رسمي تګ راتګ به ورسره تر سره نه کړي.

وانګ يي وويل چې د دغې اعلاميې له لاسليک کيدو وروسته چين او پاناما تر منځ دپلوماتيکې اړيکې جوړې شوې چې په دې تاريخي شيبه کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو نوې پاڼه خلاصه کړه.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای