د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي رشيد علي موف د جون په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د روانې مياشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې په استانا کې د دې سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۱۷مه غونډه ستر اهميت لري چې په کې په رسمي توګه هند او پاکستان د دغه سازمان د غړيو هېوادونو په توګه ومنل شول.
علي موف وويل چې ياد سازمان په ۲۰۰۱ کال کې له جوړېدو راهيسې د لومړي ځل لپاره غړي هېوادونه زيات کړي او د غړو هېوادونو مشرانو په سرمشريزه غونډه کې د استانا اعلاميه لاسليک کړې ،د سرمشريزې غونډې اعلاميه او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره يې ګډه اعلاميه خپره کړه او د تندلارۍ پر ضد يې تړون لاسليک کړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |