CRI Online

چين به په پاکستان کې د دوو تښتول شويو چينايي اتباعو د حالت د پلټنې په چارو کې له دغه هېواد سره همغږي وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 08:47:36

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۱۳مه نېټه خبريالانو ته وويل چې چين په پاکستان کې د دوو تښتول شويو چينايي اتباعو د وژل کيدو حالت ته ډېره پاملرنه کوي او تر اوسه پورې پاکستان چين ته دغه خبر نه دی تصديق کړی. چين به د اړوند حالت د ثبتولو په چارو کې له پاکستان سره تر وسي پوري همغږي وکړي.

وياند لو کانګ وويل چې چين په ټينګار سره د هر ډول ترهګرۍ او د ملکي کسانو په وړاندې د زورزياتي عمل سخته غندنه کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دغه هېواد کې د امنيت او ثبات ساتلو په ترڅ کې د پاکستان د کوښښونو ملاتړ کوي. چين به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي او نړيوال او سيمه ايزه سوله به وساتي.

نوموړي وويل چې چين په بهر کې د چيني اتباعو د امنيت او د قانوني حقوقو او ګټو د ساتلو چارو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له اړوندو هېوادونو سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي. په همدې وخت کې چين په نورو هېوادونو کې له چيني اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې د ځايي قانون او اوصول دې مراعات کړي، د ځايي دودونه احترام دې کړي او د خطرونو په وړاندې ځان ساتنې ته پاملرنه دې زياته کړي. چين به د هغه خبر په هکله چې چينايي اتباعو په پاکستان کې په ناقانونه توګه مذهبي تبليغ کولو،د پاکستان له حکومت سره په ګډه پلټنه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای