CRI Online

د عراق صدراعظم د قطر له ګوښه کيدو سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 09:06:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د عراق صدراعظم حيدر الابادي د جون په ۱۳مه نېټه د قطر له ګوښه کيدو سره مخالقت څرګند کړ او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په ګډه ترهګري له منځه يوسي.

نوموړي په همدې ورځ د کابينې له غونډې وروسته يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې عراق له قطر سره د اړيکو پرې کولو په پيښه کې لاس نه لري او بل دا چې خو د خليج په سيمه کې پر هر هېواد د بنديز لګولو له عمل سره مخالفت کوي، څرنګه چې عراق پخوا له نړيوالو بنديزونو سره مخامخ شوی و او له امله يې د دغه هېواد خلکو سختې بيې ورکړې وې.

حيدر الابادي وويل چې د ترهګرۍ ضد مسئلې په هکله عراق او ګاونډي هېوادونه ګډې ګټې لري او هېله لري چې بېلا بېل هېوادونه په دې سيمه کې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي.

بحرين، سعودي عربستان، عربي متحده امارت، مصر او يمن د جون په ۵مه نېټه له قطر سره د ديپلوماتيکو اړيکو د پري کولو اعلان وکړ او پر دغه هېواد يې نيوکه وکړه چې له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي او سيمه ايز امنيت ته يې زيانونه رسولي او رسوي يې. دغو هېوادونو پر قطر يو لړ بنديزونه لګولي چې له امله يې په دغه هېواد کې د خوراکونو او اوبو د عرضې حالت تر بدې اغيزې لاندې راغلی دی. د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره حيرانتيا او افسوس څرګند کړی او په دې نظر دی چې د دغو هېوادونو دا عمل بې دليله دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای