CRI Online

له پاکستان څخه د چين د سمندري پوځ ليدنه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 09:18:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ديارلسمه نېټه د سهار په نهو بجو او پنځلسمو دقيقو، د چين او پاکستان سمندري پوځونو د عرب سمندر په شمالي برخه کې ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړل. په سمندر کې له يوې بيړۍ څخه بل بيړۍ ته د توکو برابرولو، د بيړيو ډله ييز عمليات، په ګډه د بيړيو امنيت ساتنه او د هوايي بريد پر ضد ګډ مقاومت د دې تمرين عمده برخه وې. يادو پوځي تمرينونو د پنځو ساعتو لپاره دوام درلودل.

د چين قوماندان شن هاو خبريالانو ته وويل، د چين او پاکستان د سمندري پوځونو تر منځ اعتماد او همکاري د دې تمرينونو له لارې نور هم ژور شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای