CRI Online

وانګ يي : له چين سره اړيکو ټينګول د پاناما سياسي پرېکړه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 09:19:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، له چين سره اړيکې ټينګول د پاناما سياسي پرېکړه او د پاناما د وګړو هيله ده. چين د دې نوي دوست هرکلی کوي او غواړي د پاناما د پرمختګ په جريان کې د يوه باوري همکار هېواد په توګه کار وکړي.

د ديارلسمې نېټې په سهار کې، وانګ يي په بېجينګ کې د پاناما د بهرنيو چارو له وزير سره د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ګډه اعلاميه لاسليک کړه او له دې ورځې څخه د پاناما حکومت له تايوان سره اړيکې پرې کړې او د چين له ولسي جمهوريت سره يې رسمي اړيکې ټينګې کړې. وانګ يي وويل، پاناما څو کلونه مخکې د چين له ولسي جمهوريت سره د اړيکو ټينګولو نيت درلود، خو اوس نو د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو ټينګولو په اړه خبرې اترې په ډېر سالم ډول تر سره شوې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای