د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو او د معيوبينو د ژمنيو اولمپيک لوبو نښې به د سږ کال له پای مخکې خپرې شي.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتو ټولنې مرستيال رئيس جانګ جيان دونګ وويل، بېجينګ به د سپورټي ډګرونو او سټيوډيمونو د جوړولو او ترميمولو کار چټک کړي، په ښوونځيو کې د ژمنيو لوبو د خپرېدو کار به دوام کړي، د سپورټي بازار د انکشاف پلان به ژور کړي، د استعداد لرونکو کسانو روزنه به پياوړې کړي، په مثبت ډول په نړيوالو مسابقو کې به ګډون وکړي، څو چې د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک لوبې او د معيوبينو ژمنۍ اولمپيک لوبې په ښه توګه تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |