د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د جون په ديارلسمه نېټه په انقره کې پر قطر د څو هېوادونو له لوري د لګول شويو د بنديزونو غندنه وکړه.
اردوګان په همدې ورځ د عدالت او پرمختګ ګوند غړو ته په خپله وينا کې وويل، يو څه هېوادونو له قطر سره د خواړو، څښاکو اوبو او ترافيک اړيکې پرې کړې، دا له انسان پالنې او د اسلامي دين له روحيې سره په ټکر کې دی.
اردوګان پر قطر دغه تورونه رد کړل چې دغه هېواد د ترهګرو ملاتړ کوي. هغه وويل، قطر له داعش سره د مبارزې په برخه کې ټينګ هوډ لري او له ترکيې سره يې د ترهګرو پر ضد ګډه مبارزه کوي.
هغه وويل، د سعودي عربستان پاچا سليمان بن عبدالغزيز سعود دې د خليج سيمې د سياستمدار په توګه پر قطر لګول شوي بنديزونه بيا تر نظر لاندې ونيسي او د اوسني بحران د ليرې کولو لپاره دې د نورو هېوادونو له مخکې هڅه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |