د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مهاجرينو نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه په ژنيو کې تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د ٢٠١٧ کال له پيل څخه د جون تر يوولسمې نيټې پورې ټولټال درې اويا زره کډوال او مهاجرين اروپا ته ننوتلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه په درېيمه برخه کمه شوې ده.
د راپور له مخې پنځه اتيا سلنه مهاجرين او کډوال د ايټاليا له لارې اروپا ته داخل شوي او پاتی برخه يې له يونان،قبرس او هاسپانيا څخه په تېرېدو سره اروپا ته ننوتلې ده.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |