د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه چين له پاناما سره د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو اعلان وکړ چې دغه خبر د پاناما د سياسي او سوداګريزو شخصيتونو له خوا د هر کلي وړ ګرځېدلی او په دې اند دي چې دا يو هوښيار او پر ځای عمل دی.
د پاناما د کرنې، صنايعو او سوداګرۍ ټولنې رئيس انوسنسيو ګاليندو وويل چې دغه پرېکړه ستراتيژيک اهميت لري.د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګول به دواړو خواوو ته ګټې ورسوي او د ولسمشر جون کارلوس واريلا پرېکړه ارزښتناکه ده.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ډله ګڼل کيږي او د پاناما کانال عمده کاروونکی هم دی.د پاناما ياد عمل به نه يوازې د دواړو خواوو لپاره نوی فرصت برابر کړي بلکې د تخنيکونو او د مالونو ليږدونې په برخو کې به د پاناما لپاره لازياته پانګه او ګټه برابره کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |