د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا خبري رسنيو د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه خبر ور کړ چې د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ د دې هېواد د دفاع وزير ته صلاحيت ور کړی چې په افغانستان کې د امريکايي پوځ پيمانه وټاکي.دا ښايي د معنو لري چې امريکا به افغانستان ته لازيات سرتيري وليږي.
ځينو امريکايي مامورينو د اې پي خبري اژانس ته وويل چې د ډونلد ترمپ د دې پرېکړې له امله به جمس ماتيس په افغانستان کې د امريکايي پوځ پيمانې د تنظيمولو واک تر لاسه کړي.
ماتيس په همدې ورځ د مشرانو جرګې د پوځي کميټې د ګواهي اورېدلو په بهير کې وويل چې يوازې په دې حال کې چې افغان امنيتي پوځ کورنۍ شخړې حل کړي،په دې هېواد کې د امريکا پوځي عمليات اغيزمن وګڼو.هغه هم داسې منلې چې امريکايي پوځ لا تر اوسه په افغانستان کې برياليتوب نه دی تر لاسه کړی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |