د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين له تيان جين ښار څخه د ازبکستان تر انديجان پورې مال وړونکی اورګاډی تر پنځلس ورځني سفر وروسته وروستی تمځای انديجان ته ورسيد.
د ازبکستان په تاشکند کې د شن جن د دا يانګ په نوم د مالونو ليږدونې ډلې د دفتر مسئول جونګ يونګ في وويل چې دغه اورګاډي د مې په ٢٦مه نېټه د تيان جين له شين ګانګ ستېشن څخه حرکت کړی و او د شينجيانګ د علا غره له بندر څخه تر تېرېدو او په قزاقستان کې تر مزل وروسته د جون په نهمه نيټه د انديجان د اورګاډي شمالي ستېشن ته ورسيد.
نوموړي وويل چې د دې اورګاډي لارې د پرانيستلو له امله د تيان جين بندر جغرافيايي او ستراتيژيک رول ښکاره شوی او منځنۍ اسيا حتی اروپا ته د چين د شمالي سيمې ستراتيژيکه لاره ټينګه شوې او دغه راز د سيمه ييز اقتصادي پرمختګ به وموندل شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |