CRI Online

چين غواړي چې د ماينونو په شمول د چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 15:51:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه وويل چې چين د سولې او د پرمختګ پرمخبيولو په برخو کې د هغو هېوادونو او خلکو پر هيلو پوهيږي چې د ماينونو له خطرسره مخامخ دي،او غواړي چې په جدي توګه بېلابېلې نړيوالې دندې پر غاړه واخلي او د ماينونو په شمول د چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره به له نړيوالې ټولنې سره همکاری وکړي او خپل خدمتونه به تر سره کړي.

په همدې ورځ د م م د امنيت شورا د ماينونو او چاودېدونکو توکود خطرونو د کمښت په هکله يوه علنۍ غونډه تر سره کړه. وو های تاو په خپله وينا کې وويل چې اوس مهال ګڼ شمېر هېوادونه او سيمې چې د جګړې او شخړو تر منفي اغيزو لاندې دي،د ماينونو او چاودېدونکو توکو له ګواښونو سره مخامخ دي چې دا د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې بيارغونې د مخنيوي سبب شوي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای