CRI Online

چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بشري حقونو د ساتلو غوښتنه يې وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 15:57:49

چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ژنيو کې د م م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي لوی سفير ښاغلي ما جاو شو د جون په ۱۳مه نيټه د م م د بشري حقونو شورا په ۳۵مه غونډه کې د څه دپاسه ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب تر دې سرليک لاندې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې په ګډو هڅو سره د بېوزلۍ له منځه وړل او د بشري حقونو ساتل دي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د لاسونو په يو ځای کولو سره د بېوزلۍ پرته د ګډ پرمختګ لپاره د انساني برخليک يوه ګډه ټولنه جوړه کړي څو چې بشري حقونه په ښه توګه وساتل شي.

څه دپاسه ۱۴۰ هېوادونو دغه ګډه اعلاميه لاسليک کړې ده چې زياتره يې پرمختيايي هېوادونه، خو يو شمېر پرمختللي هېوادونه هم پکې شامل دي. سفير ما جاو شو د بشري حقونو شورا په ياده غونډه کې د کابو ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب يوه وينا وکړه. هغه څرګنده کړه چې په ټوله نړۍ کې تقريباً ۸۰۰ مليونه تنه لا تر اوسه په بېوزلۍ کې ژوند کوي، نو د بېوزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو يوه مهمه لاره ده.

( لومړی اواز)

د نړيوالې ټولنې لپاره يوه ګډه ننګونه دا ده چې څنګه په اغېزمنه توګه بېوزلي کمه يا له منځه يووړل شي او د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو لپاره شرايط برابر شي.

په دې اړه په ياده اعلاميه کې لانديني څلور فقره ييز وړانديز وړاندې شوی: لومړی، دوامدار پرمختګ ته چټکتيا ورکول، د بېوزلو سيمو د استخراج او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ترمنځ د متقابلې پرمخبيونې رول لوبول او له بېوزلو کسانو سره د مرستې، اقتصادي، ټولنيز، کلتوري او د چاپېريال انکشاف د بشري حقونو له تامين سره د چارو همغږۍ کول. دوهم، د عمومي تګلارو پلې کول دي. په بېوزلو سيمو کې بايد لا زيات بنسټيز تاسيسات جوړ شي، بېوزلو کسانو ته د روغتيا، پوهنې او کلتور په شمول يو لړ عامه خدمتونه برابر شي، زيات استخدامي فرصتونه چمتو شي او د بېوزلو کسانو لخوا د ځاني پرمختګ توان پياوړی شي. درېيم، پر ټولنيز مساوات او عدالت ټينګار دی. د خلکو ژوند د تامين او ښه والي په عمده کارونو کې د ټولنيز تامين سيستم بايد اباد او بشپړ شي، د ښځو، ماشومانو، زړو او معيوبينو په شمول د کمزورو کسانو حقونه په واقعي توګه وساتل شي، د ټولو خلکو لخوا د پرمختيايي لاسته راوړنې شريکې شي او په ګډه سره بډايتوب دې تر سره شي. څلورم، د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ده. ورخلاصي نړيوال اقتصاد ساتل او ور ته پرمختګ دې ورکړی شي، د ګټه ـ ګټه او همکارۍ په مرکز د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره د همکارۍ نوې اړيکې دې ټينګې شي، د جنوب او شمال ترمنځ همکارۍ دې پراخې او د جنوب او جنوب ترمنځ همکارۍ دې پياوړې شي. م م بايد د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

سفير ما جاو شو په پای کې دا هم وويل چې په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړل يوه درنه دنده ده. نړيواله ټولنه بايد د لاسونو په يو ځای کولو سره ژر تر ژره دغې موخې ته ورسېږي. هغه څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

راځې چې په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره پرته له بېوزلۍ د انساني برخليک د دوامدار پرمختګ يوه ګډه ټولنه جوړه کړو.

تر يادې غونډې وروسته سفير ما جاو شو خبريالانو ته وويل چې د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب د چين لخوا له خپرې شوې اعلاميې څخه د نړيوالې ټولنې ګډې ګټې څرګندېږي او بېلا بېلو خواوو د دغې اعلاميې هرکلی کړی دی.

( درېيم اواز)

د بېوزلۍ له منځه وړل او د بشري حقونو ساتل او پرمخبيول نه يوازې د زياتو پرمختيايي هېوادونو غوښتنه ده، د ځينو پرمختللو هېوادونو همغږي هم تر لاسه کوي. له دې څخه څرګندېږي چې زموږ دغه هيله د نړيوالې ټولنې يوه ګډه موافقه ده.

د سفير ما په وينا، د زياتو کلونو په کوښښونو سره د چين کابو ۷۰۰مليونه تنه له بېوزلۍ څخه ژغورلي دي چې دا د بشري حقونو د نړيوالو چارو لپاره ډېر مهم خدمتونه دي. چين هيله لري چې په دې برخه کې تجربې او بريالۍ لارې چارې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره شريکې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای