CRI Online

د بلغاريا صدراعظم هيله څرګنده کړه چې د اروپايی ټولنې او ترکيې تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره مرسته وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 16:04:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بلغاريا صدراعظم بويکو بورسوف د جون په ۱۳ مه نېټه څرګنده کړه چې بلغاريا غواړي د اروپايی ټولنې او ترکيې تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره مرسته وکړي.

بويکو بورسوف په همدې ورځ ترکيې ته يو ورځنی سفر وکړ.د بلغاريا رسنيو د خبر له مخې، بويکو بورسوف وويل چې بلغاريا هيله لري د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره مرسته وکړي. هغه هيله لري چې دواړه خواوې ښه اراده وښيي او د نظر توپيرونه له منځه يوسي.

بويکو بورسوف وويل چې اروپايی ټولنه بايد له ياده و نه باسی چې د ترکيې د زياتې هڅې له امله چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې پناه وړونکی کم شوي دي.

سږ کال په مارچ کې له دې امله د ترکيی او اروپايی ټولنې تر منځ اړيکې په يوه موده کې خړپړې شوې چې اروپايي ټولنې جرمني او هالنډ ته د هغو ترکی مامورينو د ورتګ مخه ونيوله چې د اساسی قانون د سمولو په غرض ټولپوښتنه کې په دغو دوو هېوادونو د اوسيدونکو ترکانو د ګډون هڅونه وکړي. د ترکيی ولسمشر رجيب تايب اردګان د مارچ په ۲۳ مه نېټه وويل چې ترکيه به له اروپايي ټولنې سره د خپلو سياسي اړيکو بيا ارزيابي وکړي. هغه د مارچ په ۲۵ مه نېټه وويل چې وروسته تر هغه وخت چې په اپريل مياشت کې به په ترکيه کې د اساسي قانون د سمولو لپاره ټولپښتنه تر سره شي، ممکنه ده چې په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د ګډون په هکله بيا ټولپښتنه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای