CRI Online

په پلاستيکي څپرو کې د سبزي د کرکيلې په وسيله له بېوزلۍ خلاص شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-14 16:20:45

۵۲ کلن شيا ګانګ هوا د چين د جيان شي ولايت د جينګ ګانګ شان د پای تو کلي بزګر دی، د ده د پلار او مور د سختو مزمنو ناروغيو له امله کورنۍ يې بېوزلۍ وه. په ۲۰۱۵ کال کې د ځايي حکومت تر لارښوونې لاندې په پای تو کلي کې د شل زره متره مربع په مساحت د مېوو او سبزو د روزلو پلاستيکي څپرې درول شوې او په وړيا توګه يې بېوزليو کورنيو ته په کرايه ورکړي، او د دوی لپاره يې وړيا تخمونه او نيالګي او د روزلو اړوند تخنيکونه برابر کړي وو. کليوال شيا ګانګ هوا په ۷ پلاستيکي څپرو کې د بادرنګونو په شمول سبزې روزلې او د نيم کال کوښښ وروسته يې نژدې شل زره يوانه ګټه تر لاسه کړې ده. اوس شيا ګانګ هوا په دې هڅه کې دی چې څرنګه د سبزو د روزلو مساحت پراخ کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای