د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په فلسطين کې د نيول شويو سيمو د بشري مرستو او پرمختيايي فعاليتونو همغږی کوونکي روبرټ پيپر د جون په ۱۴مه نېټه خبرداری ورکړ که اسرائيل غزې ته د برېښنايي عرضې د کمولو پريکړه عملي کړي، په غزه کې به د روغتيا، د اوبو دعرضې او د ناپاکو اوبو د پاکونې په شمول د مهمو څانګو اصلي خدمتونه ودريږي چې دا به پر دې سيمې سخته اغېزه وکړي.
نوموړي د فلسطين د ملي واکمنۍ له سازمان، حماس او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د غزې د اوسيدونکو عامو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د بشري ناورين د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د اسرائيلو د ګاريز ورځپاڼې د خبر له مخې، د اسرائيلو کابينې څو ورځې مخکې پريکړه وکړه چې غزې ته به د برېښنايي عرضې اندازه ۴۰٪ کمه کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |