د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په څوارلسمه نېټه، د امريکا په سان فرانسيسکو ښار کې د UPS شرکت په يوې څانګې کې د ډزو پېښه رامنځته شوه چې له امله يې د بريدګر په ګډون څلور تنه ووژل شول. دغه شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، بريدګر او وژل شوي او ټپيان شوي د دې شرکت کارکوونکي وو. د پوليسو په حواله، پوليسو دغې څانګې ته د ننوتلو وروسته، بريدګر پر ځان ډزې وکړې. پوليسو د پېښې په ځای کې دوه ټوپکونه پيدا کړي دي. د پوليسو په اند، دا يو ترهګريز بريد نه و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |