CRI Online

د لندن په يوه آپارتمان کې اورلګېدلی چې لامل يې څرګند نه دی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 10:16:56

د جون په څوارلسمه نېټه، د لندن په لوېديځه سيمه کې په يوه آپارتمان کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لامل يې څرګند نه دی. له دې مخکې د بريتانيا څو خبري رسنيو خبر ورکړی و چې دغه آپارتمان د اورلګېدنې سره د مقاومت په برخه کې کافي تدبيرونه نه درلودل. د بريتانيا لومړۍ وزيرې ټريسا مې د زيانمن شويو د ژغورنې په کار لګيا ده او اړوندو ادارو ته يې د دې پېښې د پلټنې امر کړی دی.

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د دې آپارتمان د ادارې شرکت دغه آپارتمان ترميم کړ او په ترڅ کې يې په دې آپارتمان کې ککړ شوي توکي خواره واره پراته وو. د آپارتمان اوسېدونکو د اورلګېدو خطر د موجوديت له امله اړوندو ادارو ته خپل احتجاج څرګند کړی دی. برسيره پر دې، دغه آپارتمان يوازې يوه امنيتي دروازه لري، دا هم د اورلګېدنې سره د مقابلې لپاره لويه ستونزه وه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای