CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ د ۴مې دورې نندارتون روان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 10:19:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او روسيې ترمنځ د ۴مې دورې نندارتون د جون د ۱۴مې نېټې په شپه د چين په هاربين ښار کې پرانيستل شو. تر اوسه پورې د ۷۴ هېوادونو او سيمو له ۱۳ زره نه زيات مېلمانه او سوداګر په دې نندارتون کې ګډون لري.

د معلوماتو له مخې، د دې نندارتون مساحت ۸۶ زره متره مربع دی او ۲۵۵۰ غرفې لري. د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د اروپايي او آسيايي اقتصادي ټولنې د جوړونې ترمنځ همکاري د دې نندارتون اصلي موضوع ده، چين او روسيه به د علمي تکنالوژۍ، زراعت، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورت او پولي چارو په شمول زياتو برخو کې همکاري وکړي او پر دې بنسټ به له اړوندو هېوادونو او سيمو سره همکاري ومومي.

د چين او روسيې ترمنځ نندارتون د دواړو هېوادونو د حکومتونو له خوا منظور شوی د دولت په کچه نندارتون دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای