CRI Online

د سويس خارجه وزير اعلان وکړ چې د اکتوبر په پای کې به له خپلې دندې څخه ګوښه شي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 10:19:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سويس خارجه وزير ډيډير بورکهالتر د چارشنبې په ورځ په بورني کې اعلان وکړ چې هغه به د روان کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له خپلې دندې څخه استعفا وکړي. که څه هم د سويس ځينو خبري رسنيو يې لامل دا په ګوته کړی چې نوموړی د سويس او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړيکو په اړه د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ له امله د ځينو پارلماني غړو له باور غورځيدلی دی، خو بورکهالتر وويل، چې دغه پريکړه يې د خپلې اړتيا سره سم کړې ده.

۵۷ کلن بورکهالتر په ۲۰۰۹ کال کې د سويس د کورنيو چارو وزير په توګه وټاکل شو او له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه پورې د بهرنيو چارو وزير دنده پر غاړه لري. په ۲۰۱۴ کال کې د اروپايي امنيت او همکارۍ سازمان د نوبتي رئيس او د سويس د فډرالي کميټې د مشر او خارجه وزير په توګه يې ه مدندې تر سره کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای