CRI Online

بان کي مون د المپيک نړيوالې کمېټې د اخلاقي کميسيون رياست ته کانديد شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 11:27:22

د المپيک نړيوالې کمېټې د رسمې ويبپاڼه د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو پخوانی سر منشي بان کي مون د جون په ۱۴ مه نېټه د المپيک نړيوالې کمېټې د اخلاقي کميسيون رياست ته کانديد شوی دی.د نوموړي د کانديدۍ په اړه رايګيري به د سږ کال په سپتمبر مياشت کې د پيرو په پلازمينه ليما کې د المپيک نړيوالې کميټې په ۱۳۰ مه غونډه کې تر سره شي.

بان کي مون له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دنده پر غاړه درلوده. هغه څرګنده کړه چې افتخار لرم چې د المپيک نړيوالې کمېټې د اخلاقي کميسيون رياست ته کانديد شوی يم.

هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو او المپيک نړيوالې کمېټې تر منځ له ډېرو کلونو راهيسې د ښې همکارۍ شتون لري او دواړو خواوو د نړی د سوله ييز پرمختګ لپاره کار کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای