د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بشر پالنې چارو په اړه د م م مرستيال سرمنشي سټفن او براين د جون په څوارلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اوکراين په ختيځه برخه کې د څښاکو اوبو د برابرولو پر تأسيساتو د بريدونو له امله د څښاک اوبو په کمبود اندېښنه څرګنده کړه او له اړوندو خواوو څخه يې وغوښتل چې د څښاک اوبو د بيا برابرولو لپاره دې سمدلاسه اوربند وکړي.
د مالوماتو له مخې، له دې امله چې د دونيسک ايالت د څښاک اوبو د ليږدونکي نل پر يوې برخې بريد شوی، د دې کيلې پر غاړه پراته لکه وګړي څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، نورو اوه لکو وګړو ته د څښاک اوبو برابرولو ستونزه هم شته. سمدستي اوربند د څښاک اوبو د ويجاړ شوي پيپ د ترميمولو او د بشر پالنې کار د تر سره کېدو لپاره مخکښ شرط دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |