د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليسو د جون په څوارلسمه نېټه وويل، تر اوسه پورې د لندن د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه دوولس تنه مړه شوي او کابو اته شپېته تنه په روغتون کې بستري شوي دي. د پېښې په اړه پلټنه روانه ده، کېدای شي د مړو او ټپيان شويو کسانو شمېر نور هم زيات شي.
د جون د څوارلسمې نېټې د سهار وختي، د لندن په لوېديځه سيمه کې د ګرنفيل تالار په نوم په يوه آپارتمان کې اورلګېدنه رامنځته شوه. دغه آپارتمان په نولس سوه څلور اويايم کال کې جوړ شوی او پکې يو سل او شل خونې شتون لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |