CRI Online

د امريکا سنا مجلس پر روسيې د بنديزونو لګولو پلان تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 11:32:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سنا مجلس د جون په څوارلسمه نېټه پر روسيې د بنديزونو لګولو پلان تصويب کړه چې دا د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د روسيې د شکمنې لاسوهنې په مقابل کې عبرګون دی. د دې پلان سره سم، امريکا به د روسيې پر هغو ګڼ شمير شخصيتونو بنديزونه ولګوي چې پر انساني حقوقو په ځپلو، فسادونو او د سوريې حکومت ته د وسلو په برابرولو، پر نورو هېوادونو د روسيې حکومت په انټرنيټي بريدونو او د روسيې د اطلاعاتو او امنيت ساتنې له څانګو سره په تجارت کې يې رول لوبولی. برسيره پر دې، د روسيې د کانونو د استخراج، فلزاتو، ترافيک او پټليو په کارپوهانو به هم بنديزونه ولګول شي.

د دې پلان سره سم، که د امريکا ولسمشر پر روسيې د بنديزونو سپکولو نيت ولري، کانګرس حق لري چې د ولسمشر پرېکړه تر سنجش لاندې ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای