CRI Online

پاناما هيله لري چې له چين سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 13:31:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاناما د سوداګرۍ او صنعت وزير اوګوستو اروسيمينا د جون په ۱۴مه نېټه وويل، چې پاناما غواړي له چين سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړ، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او سوداګري پياوړې کړي.

اروسيمينا د ځايي خبري رسنيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې پاناما به د دواړو هېوادونو د ګټو له مخې له چين سره د سوداګرۍ سلامشورې وکړي او د پانګه اچوونکو لپاره به د سيالۍ غوروالی برابر کړي.

نوموړي وويل،چې سوداګري او پانګونه د پاناما او چين ترمنځ د همکارۍ په اړه بحثونو کې مهم موضوعات دي. چين د نړۍ د دوهم لوي اقتصادي ځواک په توګه د پاناما مهم تجارتي ملګری دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای