د جون د پنځلسمې نېټې د سهار په يوولسو بجو، چين د جيو جوان په مرکز کې په بريالي ډول د X وړانګې دوربين لرونکې سپوږمکۍ او نورې درې کوچنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغولې.
د مالوماتو له مخې، د هوې يان په نوم X وړانګې دوربين لرونکې سپوږمکۍ به په راتلونکو څلورو کلونو کې د فضايي څيړنې، د ټاکلې موخې څيړنې او د ټاکلي فضايي سيمې د څيړنې په ګډون کارونه تر سره کړي.
په دې وروستيو کلونو کې، چين په فضايي چارو کې د اروپا، روسيې، برازيل، فرانسې، ايټاليا، الجزاير او ارجنټاين سره د همکارۍ ميکانيزم جوړ کړی او په راتلونکې کې به په دې برخه کې څيړنې او نړيوالې همکارۍ نورې هم پياوړې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |