CRI Online

سويډن په عراق او سوريه کې په ترهګريزو سازمانونو کې د خپلو اتباعو مالومات خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 14:47:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سويډن دفاع پوهنتون د جون په څوارلسمه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې تر اوسه پورې د هغو کسانو شمېر دوه سوه او اوه شپېتو ته رسېدلی چې له سويډن څخه عراق او سوريې ته تللي او په دغو دواړو هېوادونو کې يې په داعش يا القاعده کې ګډون کړی دی.

د سويډن د دفاع پوهنتون يو کارپوه ماګنوس رانستورپ وويل، دا له دوه زره او دوولسم کال څخه راپدېخوا په ترهګريزو سازمانونو کې د ګډون کوونکو سويډني اتباعو لره شمېر دی. موږ د دوي په ټاټوبي، عمرونو او جنس هم پوهيږو.

له دې راپور څخه څرګندېږي چې په ليست کې زياتره هغه خلک دي چې په بېوزلو سيمو کې اوسېدل او د هغو سيمو دي چې هلته به ډېر جرمونه کېدل.(شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای