CRI Online

د چين او پاناما سياسي او اقتصادي شخصيتونه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ژورتيا لپاره ګټور دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 15:10:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون په څوارلسمه نېټه په پاناما کې د چين د سوداګريز پرمختګ د نماينده ګۍ استازي وانګ وي هوا له چين سره د رسمي اړيکو د ټينګېدو په اړه د پاناما د ولسمشر جوان کارلوس واريلا د پريکړې لوړه ستاينه وکړه. هغه په دې نظر دی چې د رسمي اړيکو ټينګښت به په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو لپاره ښه زمينه برابره کړي. د پاناما د پارلمان مشر روبن دي ليون انبسپ سانچيز په همدې ورځ وويل، چې له چين سره د رسمي اړيکو د ټينګښت پر بنسټ به پاناما او لاتيني سيمه د چين له پرمختيا څخه ګټه واخلي.

د پاناما د پارلمان مشر روبن دي ليون انبسپ سانچيز له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د ژورتيا په اړه د پاناما اينده د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو لپاره بنسټ دی او د ولسمشر جوان کارلوس واريلا په ټلويزيوني وينا کې د همدغې خبرې له مخې دا يوه سمه لار ده. ده وويل،

دا زموږ لپاره ډېر اهميت لري چې له چين سره ستراتيژيکه دوستي ټينګوو.مخکې تردې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ په پاناما کې د چين د سوداګريز پرمختګ د نماينده ګۍ له لارې تر سره شوی. دا زموږ اړتياوې نه شي پوره کولای.نو زما په اند، دواړه هېوادونه په زياتو ساحو کې لا ښې همکارۍ کولای شي. زموږ لپاره سمه لار دا ده چې د يو چين پيژندنې اصل ومنو او د چين د يوازينې حقوقي استازي په توګه د چين د ولسي جمهوريت د حکومت مقام ومنو. که له چين سره مو رسمي اړيکې ټينګې شي، نو دواړه هېوادونه به ورڅخه ګټه واخلي.

په پاناما کې د چين د سوداګريز پرمختګ د نماينده ګۍ استازي وانګ وي هوا وويل، چې مخکې تر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تګ راتګ نژدی شوی دی. چين د پاناما کانال دوهم لوی استفاده کوونکی دی چې په ۲۰۱۶م کال کې چيني بيړيو له دغه کانال څخه د تېرېدو لپاره يو سل او پنځوس مليونه امريکايی ډالره ورکړي دي. دغه راز، چين د کولون ازادې سيمې ته د توليداتو ډېر لوی برابرونکی دی. په پاناما کې له دېرشو نه زيات چيني شرکتونه شته. ويل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت د دوو هېوادونو د پرمختګ قوی خوځنده ځواک دی. ده وويل، 

دواړه هېوادونه به ژر يو لړ دوه اړخيز تړونونه او سندونه لاسليک کړي او د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو دروازه به پرانيزي. دواړه هېوادونه به د سمندري ټرانسپورټ، د نباتاتو او حيواناتو د څارنې، سيل، د مالونو د لېږد رالېږد سيمې د ابادۍ، انرژۍ، برېښنا او د اساسي تاسيساتو د جوړولو په ساحو کې لا ښې همکارۍ وکړي. په بله ژبه دواړه هېوادونه د رسمي اړيکو له ټينګېدو وروسته د م م په شمول د زياتو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو په چوکاټ کې همکارۍ او تګ راتګ کولای شي او خپلمنځي سياسي باور او اعتماد هم ټينګولی شي. له عمومي لحاظه، د دواړه هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت د دوو هېوادونو د پرمختګ قوي خوځنده ځواک دی.

لاتيني امريکا د يو کمربند او يوې لارې تمځای دی. زياتې بيړۍ له ياد کانال څخه تېرېږي، نو پاناما به د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخه واخلي چې پاناما به ورڅخه زياتې ګټې واخلي. ښاغلي سانچيز وويل،

رښتيا ده چې پاناما په سمندر کې د ورېښمو لارې يعنې د پاناما کانال له پرمختګ څخه ګټه اخيستې ده او اخلي يې. دا زموږ د سيمه ييزې سوداګرۍ او حتی د ټولې نړۍ لپاره ډېر اهميت لري. موږ چمتو يو چې د سيمه ييز پرمختګ لپاره په ګټورو پرژو، په تېره بيا د چين لخوا په وړاندی شويو پروژو کې ګډون ولرو. له چين سره زموږ اقتصادي اړيکې نژدې شوې دي او اوسمهال زموږ ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې هم ټينګې شوې دي. دا به نه يوازې د پاناما له کانال څخه د استفاده کولو په ساحه کې چيني تصديو ته زيات فرصتونه برابروي، بلکې په دې نسبت به زموږ سيمې او حتی لاتيني امريکا د چين له پرمختګ څخه هم ګټه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای