CRI Online

نړيوال سازمانونه د چين پر اقتصادي پرمختګ باور لري

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 15:28:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اقتصادي پرمختګ ثبات او ښه تمايل د نړيوال اقتصاد لپاره ښه ارزښت لري. په دې وروستيو کې د نړيوال بانک په شمول نړيوالو سازمانونو د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه مثبت باور څرګند کړی دی.

نړيوال بانک د روانې مياشتې په سر کې د نړيوال اقتصاد په اړه د پسی منظر په راپور کې اټکل کړی چې له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول په جلا جلا توګه ۶.۵٪، ۶.۳٪ او ۶.۳٪ وي چې دا شمېر له پخواني اټکل سره برابر دی. په دې راپور کې راغلي چې د چين د اقتصادي پرمختګ تمايل ثابت دی.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان څو ورځې مخکې د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې پر پولي خطرونو د چيني حکومت د څارنې د پياوړتيا له امله لګښت او خدمتي صنعت به د اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده قوت وګرځي، دغه راز د چين د اقتصاد دواملرونکی پرمختګ به پياوړی شي. نو له دې امله دغه سازمان په ۲۰۱۷ کال او ۲۰۱۸ کال کې د چين د اقتصادي پرمختګ اټکلي انډول لوړ کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای