CRI Online

اندونيزيا به په جنوب ختيځ کې د ترهګريزې اډې د له منځه وړلو لپاره له نورو پنځو هېوادونو سره ګډه هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 16:30:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د اندونيزيا سياسي، قانوني او امنيتي چارو وزير ګانيرال ويرانتو وويل چې د فليپين د مالاوي ښار ته په څېرمه د داعش ډلې د ميشتېدو پر وړاندې به اندونيزيا د روانې مياشتې په پای کې څو اړخيزه غونډه تر سره کړي اوپه جنوب ختيځ کې د ترهګريزې اډې د له منځه وړلو لپاره به له نوي زيلنډ، استراليا،بروني ،ماليزيا او فليپين سره سلامشوره وکړي.

نوموړي وويل چې په سوريه کې د داعش ډلې اډه له منځه وړل شوې ده،خو دوی غواړي چې د اندونيزيا په پامونا تيمور او د فليپين په ملاوي کې اډې جوړې کړي.اندونيزيا په پامونا تيمور کې ترهګريز ځواکونه له منځه وړي او د شاوخوا سيمو څارنه کوي ، په راتلونکې کې به اندونيزيا د ترهګريزو ځواکونو د مخنيوي لپاره له فليپين سره همکاري پياوړې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای