CRI Online

چين به په پاکستان کې د چيني اتباعو له خوا په ناقانونه توګه د عسوي دين د خپرولو د پلټنې لپاره د دې هېواد له حکومت سره همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 17:19:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې په دی هکله چې چيني اتباعو په پاکستان کې په ناقانونه توګه د عسوي دين په باب معلومات وړاندې کړي وو،چين به د دې پېښې د پلټنې لپاره له پاکستاني حکومت سره همکاري وکړي.

د هند خبري رسنيو د خبر له مخې د جنوبي کوريا يو مامور ويلي چې هېڅ شواهد نشته چې په پاکستان کې تښتول شويو دوو چيني اتباعو د جنوبي کوريايانو تر اغيزې لاندې د عسوي دين په باب معلومات وړاندې کړي ول.لو کانګ دغه څرګندونې د اړوندو پوښتنو په ځواب کې وکړې. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای