CRI Online

د چين سمندري پوځ د سفر بېړۍ ايران ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 18:49:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د چين سمندري پوځ د سفر بېړۍ د ايران عباس بندر ته ورسيده او ور څخه يې څلور ورځني سفر پيل کړ.

د هر کلي په مراسمو کې لارښوونکي شن هاو وويل چې د چين او ايران ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او د دواړو هېوادونو د سمندري پوځيانو ترمنځ تبادلې ورځ په ورځ ژورې شوي او بېلا بېلې همکاري په سالمه توګه روانې دي. هيله لرم چې د دواړو هېوادونو سمندري پوځونه خپلمنځی تبادلې او همکاري ،متقابل تفاهم او باور نورهم پياوړې کړي او د سيمه ييز ثبات او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره به ګډې هڅې وکړو. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای