د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د جون ١٥مه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو له شپاړلسمې کاليزې سره برابره ده.په همدې ورځ د دې سازمان سکرتريت په بېجينګ کې په دغه سازمان کې د هند او پاکستان د شاملېدو لپاره د بېرغ پورته کولو مراسم تر سره کړل.د دې سازمان سرمنشي رشيد اليموف ،د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال کونګ شوان يوو ، په چين کې د هند لوی سفير ګوو کای جي او په چين کې د پاکستان لوی سفير مسود خالد په دې مراسموکې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې. په چين کې د دې سازمان غړو هېوادونو،کتوونکو هېوادونو او د ملګرو هېوادونو سفيرانو او استازو په دې مراسمو کې هم حاضر وو. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |