CRI Online

يوو جنګ شنګ د پاکستان د درستيزانو جرګې له رئيس محمودحيات زبارسره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-15 19:17:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يوو جنګ شنګ د روانې مياشتې د ١٥مې نيټې په مازديګر په بېجينګ کې د پاکستان د درستيزانو جرګې له رئيس محمود حيات زبار سره وکتل.

يوو جنګ شنګ وويل چې چين او پاکستان هر اړخيزه دوستي لري.د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دواړه خواوې تل تر تله يو د بل درناوی کړی او متقابلو کليدي ګټو ته پاملرنه کړې او کوي يې.په ٢٠٠٥ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په برياليتوب سره له پاکستان څخه ليدنه وکړه او له پاکستاني مشرانو سره يې دوه اړخيزې اړيکې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدل کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختيايي لوري روښانه شوې ده.چين غواړي چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوي ګډې نظريې پلی کړي، ستراتيژيکې تبادلې دې پياوړې کړي او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ او د دواړو هېوادونو د ښې ايندې د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای