د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د مشرانو جرګې د جون په ۱۵مه نېټه پر ايران د بنديز لګولو په اړه يوه لايحه تصويب کړه چې په کې پر روسيې د بنديز لګولو په اړه تعديل شوی پلان هم شامل دی.د امريکا د استازو جرګه به د دې لايحې په اړه بحث وکړي.
د امريکا د مشرانو جرګې په همدې ورځ په ۹۸ موافقو او ۲ مخالفو رايو سره ياده لايحه تصويب کړه.له دې لايحې سره سم به امريکا پر هغو کسانو بنديز ولګوي چې د ايران د توغندي په پلان کې ګډون لري او يا هم له دغو کسانو سره سوداګريزې اړيکې لري.بر سېره پر دې،امريکا به د ايران پر انقلابي ګارډ هم بنديز ولګوي چې لامل يې له ترهګرۍ سره تړاو لري او په عين وخت کې به د ايران د وسلو د ليږدونې مخنيوی هم وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |