د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په پنځلسمه نېټه وويل، روسيه او امريکا د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د عادي کېدو ګډه هيله لري. دواړه هېوادونه دې سره همکاری وکړي.
هغه وويل، روسيه امريکا يو او بل ته د دوښمن په سترګه نه ګوري، دواړه هېوادونه په دوهم نړيوال جنګ کې په يوه جبهه کې همکار هېوادونه وو. د روسيې وګړي د امريکايانو لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو درناوی کوي او هيله لري چې د روسيې او امريکا تر منځ اړيکې به هرومرو عادي شي. د م م د اړوندې شمېرنې سره سم، پر روسيې د امريکا د بنديزونو له امله، د روسيې د تاوانونو ارزښت دوه پنځوس مليارډه امريکايي ډالره دی، خو د امريکا د تاوانونو ارزښت سل مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. له دې څخه څرګندېږي چې دغه بنديزونه نه يوازې روسيې ته بلکې امريکا ته هم زيانونه رسولي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |