د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د جون په پنځلسمه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوماليا پر عامو وګړو د بريد غندنه وکړه.
هغه په دې اعلاميه کې د سوماليا د ځواکونو ستاينه کړې او ويل يې دي چې م م به په پر له پسې ډول د سوماليا د حکومت او وګړو ملاتړ وکړي او د دې هېواد د سولې او ثبات د ساتنې لپاره به کوښښ وکړي.
د جون د څوارلسمې نېټې په شپه، د سوماليا په موګاديشو کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه اتلس تنه ووژل شول او نولس تنه ټپيان شول. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |