د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون د پنځلسمې نېټې په شپه، د کابل په لوېديځې سيمې د الزهرا پر جومات ځانمرګي بريد وشو. حکومتي چارواکو وويل، د دوو ځانمرګي بريدګرو په ګډون شپږ تنه ووژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش په ټويټر کې خبر ورکړ چې ځانمرګي بريدګر د جومات پخلنځي کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچاودول چې له امله يې يو پوليس او درې عام وګړي يې وژل شول.
داعش د افق اژانس له لارې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |