د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فوټبال د نړيوالې ټولنې مشر ګياني اينفانتينو د جون په ۱۳مه نېټه د چين د فوټبال ټولنې له مقر څخه ليدنه وکړه.هغه په وروستيو کلونو کې د فوټبال د اصلاحاتو په برخه کې د چين د برياليتوبونو ډېره ستاينه وکړه.
د چين د فوټبال ټولنې مشر څای جن هوا،د دايمي چارو مرستيال او سرمنشي جانګ جيان او د دې ټولنې کارکوونکو د ښاغلي ګياني تود هرکلی وکړ.دواړو خواوو د نړۍ او د چين د فوټبال د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه بحث وکړ.دا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړيوالې ټولنې د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ګياني له چين څخه ليدنه کوي.هغه وويل چې د فوټبال د نړيوالې ټولنې د مشر په توګه يې تل د دې ټولنې د پرمختګ لپاره کوښښ کړی او هيله يې څرګنده کړه چې د فوټبال لوبه به په لازياتو هېوادونو او سيمو کې پرمختګ ومومي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |