CRI Online

د چيني او اروپايي صنعتګرو سرمشريزه غونډه په لنډن کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 09:23:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چيني او اروپايي صنعتګرو اتمه سرمشريزه غونډه چې دوه ورځې يې دوام درلود، د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه په لنډن کې تر سره شوه.د دې غونډې په موده کې پنځه سوو تنو چيني او اروپايي سياسي شخصيتونو،صنعتګرو او کارپوهانو د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې په پولي،علمي او تخنيکي،سپورټي او کلتوري چارو کې د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ په باب بحث وکړ.

د لومړۍ دورې دغه غونډه په ٢٠٠٨ کال کې جوړه شوه او په وار سره په لنډن او پاريس کې اووه ځله همداسي غونډې تر سره شوې چې موخه يې د چيني او اروپايي صنعتګرو له خوا د دوه اړخيز سياسي، اقتصادي او بازاري چاپيريال په باب د معلوماتو تر لاسه کول او د خپلو تصديو د پرمختګ او نړيوال کېدو لپاره د ستراتيژۍ جوړول دي.د روانې دورې غونډې عمده موضوع د اقتصادي پرمختګ د نوی خوځنده ځواک پيدا کول،د چين او اورپا ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پرمخبيول او د دواملرونکي اقتصادي پرمختګ لپاره د نور عادلانه نظام جوړول دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای