د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په پنځلسمه نېټه وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريزه غونډه په بريالي ډول د اسيا او اروپا تر منځ د همکارۍ نوی بهير خلاصوي.
هغه په همدې ورځ د يوې تلويزيوني خپرونې له پای وروسته د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان په اړه وويل، روسيه او چين کولی شي چې د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د جوړولو او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادولو په جريان کې ګډ کوښښونه وکړي. روسيه او چين نه يوازې په اقتصادي برخه کې ستراتيژيکي همکار هېوادونه دي او ګډې موخې لري، بلکې دا هيله لري چې د اغيزمنو همکاريو د تر سره کېدو له لارې د دواړو هېوادونو وګړو او ټولې نړۍ ته مثبته اغېزه ورسوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |