د دې کميټې مشر ايفګاني سيسويف وويل چې په دې کميټه کې د هند او پاکستان د اړوندو څانګو تر شاملېدو وروسته به د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد ځواک نورهم غښتلی شي او د سيمه يزو او نړيوالو امنيتي مسئلو د حل وفصل لپاره به لازيات فرصتونه او د نړيوالې ترهګرۍ د ځپلو لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر شي.
په ازبکستان کې د هند لوی سفير قامر وويل چې په دې سازمان کې د هند شاملېدل د هند د څو اړخيزو همکاريو د سويې لوړوالي لپاره ګټور دي. په ازبکستان کې د پاکستان لوی سفير بخاري وويل چې پاکستان به په بېلا بېلو ساحو کې د دې سازمان له غړو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |