CRI Online

د چين سمندري ځواکونو ايران ته خپل سفر پيل کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 12:56:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په پنځلسمه نېټه، د چين د سمندري ځواکونو د بيړيو ډله د ايران د عباس بندر ته ورسېده او له ايران څخه يې څلور ورځنی سفر پيل وکړ.

په دې ډله کې د چانګ چون په نوم مخريه بيړۍ، د جين جيو په نوم د توغنديو ساتنې بيړۍ او د چاو هو په نوم د توکو برابرولو د تضمين بيړۍ شاملې دي. درې واړه بيړۍ د ايران د پوځي بيړيو ډلې په لارښوونې په عباس بندر کې ټال شوې وې. په ايران کې د چين لوی سفير پانګ سن، د سفارت ديپلوماتانو، شرکت خاوندانو او نورو چيني شخصيتونو د دې ډلې تود هرکلی وکړ.

د ايران د سمندري ځواکونو د سمندر د لومړۍ دفاعي سيمې قوماندان حسين ازاد وويل، له ايران څخه د چين د پوځي بيړيو ليدنه به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د اړيکو سويه لوړه کړي. موږ دواړه خواوې به د دې ليدنې په ترڅ کې پراخې تبادلې وکړو او له دې وروسته د هرمز خليج په ختيځه سمندري سيمه کې به پوځي تمرينونه تر سره کړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای