CRI Online

د اروپا د جنايي پوليسو سازمان: په ترهګريزو عملياتو کې د ګډون کوونکو ښځو او ځوانانو شمېر زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 14:19:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اروپا د جنايي پوليسو سازمان د جون په ۱۵مه نېټه په مالتا کې د يو راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په ترهګريزو عملياتو کې د ګډون کوونکو ښځو او ځوانانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.

په ياد راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې ۱۴۲ ترهګريز بريدونه رامنځته شوي چې په کې د ۴۷ بريدونو له امله ۱۴۲ تنه وژل شوي او ۳۷۹ تنه نور ټپيان شوي دي او په عمده توګه د بريټانيا،فرانسې،ايټاليا،هسپانيې ،جرمني،يونان،بلژيک او هالنډ په ګډون ۸ غړو هېوادونو راپورونه پکې وړاندې شوې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای