د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۱۵ مه نېټه د م م په عمومی اسامبله کې دا پرېکړه وشوه چې د م م د ترهګرۍ پر ضد چوکاټ دې به آباد شي او د ترهګرۍ پر ضد دفتر به جوړ شي ترڅو د م م په سيستم کې اړوند کارونه همغږ شي او د بېلا بېلو غړو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد توان د پياوړتيا څخه ټينګ ملاتړ وشي.
په دغه پرېکړه کې د م م د سرمنشي ګوتيريس د اړوندو وړانديزونو هرکلی وشو او له مخې به يې د م م د ترهګرۍ پر ضد اجرايوی ټيم دفتر او د ترهګرۍ پر ضد مرکز او کارکوونکي يې د دارالانشاء د سياسي چارو له څانګې څخه ووځي او د ترهګرۍ پر ضد دفتر کې به شامل شي، د يو سرمنشي مرستيال به يې چارې پرمخ وړي.
د ترهګرۍ پر ضد د دفتر عمده دندې داسې دې چې دم م په سيستم کې د سرمنشي پر غاړه د ترهګرۍ پر ضد اړوندو دندو مشري وکړي، د م م د ترهګرۍ پر ضد اجرايوی ټيم په بېلا بېلو برخو کې همغږي ټينګه کړي، د بېلا بېلو غړو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد توان د پياوړتيا څخه ټينګ ملاتړ وکړي، د م م د ترهګرۍ پر ضد د کوښښونو شفافيت لوړ کړي او تبليغات زيات کړي او د سرچينو راټول پياوړي کړي او ډاډ ورکړی تر څو د م م د ترهګرۍ پر ضد او د زورزياتي دمخه کارونو ته په درانه سترګه وګوري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |